IQNA

د سوډان میرمنو  ټول قرآن په ۹۹ ورځو کې حفظ کړ

8:24 - April 28, 2024
د خبر لمبر: 3489120
ایکنا -  د سوډان رسندویو  په یوه راپور کې ويلي دي،  چې د سوډان یوشمیر میرمنو  د قرآن کریم د حفظ په یوه پړاؤ کې  توانیدلي دي ، په ۹۹ ورځو کې ټول قرآن کریم حفظ کړي.

ایکنانیوز د النیلین  خبری سایټ له قوله راپور راکړ د سوډاني میرمنو د قرآن دحفظ دپروژې مسئول ډاکټر آمال عبدالسلام  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  دسوډان ۵۴ میرمنو په یوه ډله ایز اقدام کې چې معجزې ته ورته دی، د قرآن کریم د حفظ په یوه  ۹۹ ورخنی پړاؤ کې په ګډون سره  د ټول قرآن کریم حافظې شوې.

ډاکټر عبدالسلام وائي ، چې ددغو میرمنو د حفظ روده ،  د عربستان د یوه شیخ له لارې ترلاسه شوې ده.

 په دغه راپور کې  د قرآن کریم د حفظ د رودې په باب لازیات توضیحات نه دی ورکړل شوي.

د سوډان  دالدامر په شا وخوا کې په شاعدینات جومات کې د قرآن کریم د ۵۴ حافظو ښځو او انجونو  د ستاینې او قدرونې غیر رسمي دستورې د ډاکټر آمال عبدالسلام او شیخ عبید محمد علی  په هڅو سره چې څه دپاسه نیمه پیړۍ کیږي،  ددغه جومات د جمې امام په توګه فعالیت کوي، ترسره شوې .

دغه لرغونی جومات  له تیرو وختونو تر دې دمه  له دې زیات چې  دجماعت لمانځه مصلا یا عید ګاه شي، د مینه والو لپاره  د قرآني محفلونو ،مجلسونو او ویناؤ د ترسره کیدا ځای دی.

https://iqna.ir/fa/news/4212449

captcha